د ننګرهار د عدلیې ریاست او د امنيه قوماندانۍ مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۰:۴
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت امنيه قومندانۍ مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۰ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د عدلیې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي او د دغه ولایت امنيه قوماندانۍ د حقوقو لوی مدير مولوي حبيب الرحمن وحدت په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې چې د عدلیې ریاست نورو مسؤولینو هم ګډون درلود د امنيه قوماندانۍ اړوند د حقوقو مدیريت او د عدلیې رياست د حقوقي مرستو او د مدافع وکيلانو آمریتونو  د فعاليتونو، دندو او موخو په اړه معلومات وړاندې شول.

په یاده ناسته کې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو د پیاوړتیا په موخه د دواړو ادارو ترمنځ پر دوامدارې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وشو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS