د کابل ښار په دوه‌یمې او درېيمې ناحیو کې له ۹ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۷
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوه‌یمې او درېيمې ناحیو کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د جماديالاول د میاشتې په (۱ او ۳ مه نېټه) د یکشنبې او سه‌شنبې په ورځو ترسره شوه او په ترڅ کې یې ۹ دارالوکالې د پلاوي له‌خوا نظارت شوې.

یاد پلاوې په دغو دارالوکالو کې یو لړ نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د هغو د لرې کولو په موخه یې متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۲:۲۹
Background image

په غزني ولايت کې د غیرقانوني فعالیت له امله د معاملاتو لارښوونې د ۲۰ دفترونو تړل کېدل

د غزني ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۴ مه نېټه د چهارشنې په ورځ، په ياد ولايت كې، د معاملاتو لارښوونې له ۲۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۲:۰
Background image

په ننګرهار ولايت کې د غیرقانوني فعالیت په دلیل د معاملاتو لارښوونې د دوه دفترونو تړل کېدل

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادي الاول د مياشتې په ۴ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د ياد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۶ دفترونو څخه نظارت ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۵۱
Background image

د کنړ ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د کنړ ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادي الاول د مياشتې په ۳ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي روح الله روحاني په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو. . .

BACK TO NEWS