په لوګر ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

د لوګر ولایت عدلیې رياست، د ربیع الثاني د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه جوړه کړه.
په یاده ازموينه کې چې د عدليې رياست او د نورو سيمه ایزو ادارو استازو ترې څارنه وکړه، د فعالیت جواز ۱۰ تنو غوښتونکو په کې برخه اخيستې وه.
د عدلیې وزارت په مرکز او عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلي، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډول جواز وویشل شي او هم د خلکو په کارونو کې آسانتياوې رامنځته شي.