په بلخ ولایت کې د کابو ۲ زره جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۰:۴۹
.

د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د ربیع‌الاول د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.

د تخنیکي هيئت په دې ناسته کې، د یاد ولایت د دهدادي ولسوالۍ په پشت باغ کلي کې، د ابوريحان‌ البيروني پروژې اړوند شپږ سوه شل (۶۲۰) جریبه ځمکې، د مزار شریف د حيرتان په دو راهي کې د راه ابرشیم پروژې اړوند د زر (۱۰۰۰) جریبه ځمکې، د مزار شریف په شادیان دښته کې د سل (۱۰۰) جریبه ځمکې او د بلخ ولایت په بېلابېلو برخو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې.

هیئت پرېکړه وکړه چې د یادو دوسیو په اړه دې څېړنې او بررسۍ بشپړې شي او د وروستۍ پرېکړې په موخه دې مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه واخیستل شوه؛ د مدافع وکيلانو خدمتونه ولسواليو ته پراخېږي

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د دفاع وکالت د جواز د سلګونو تنو متقاضیانو په ګډون د یاد وزارت په مقر کې واخیسته.

دا ازموینه د ذوالقعدې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، جلال آباد ښار کې د ۱۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 په ننګرهار ولایت کې د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په دوهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS