د بغلان ولایت له عدلیې رياست څخه د عدلیې وزارت مسلکي معين ليدنه

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۶:۵
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مسلکي معين، شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ د یاد وزارت یوه پلاوي بغلان ولایت ته سفر کړی او د یاد ولایت له عدلیې ریاست څخه یې لیدنه وکړه.
په دې ليدنه کې چې د ربیع‌الاول د مياشتې په ۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره شوه، یاد پلاوي له نږدې د دغه رياست د کارمندانو د فعاليتونو له څرنګوالي څخه ليدنه وکړه او کارمندانو ته یې د چارو د ښه پرمخ وړلو او خلکو ته د ښه خدمت کولو په موخه لازمې توصيې او لارښوونې وکړې.
د عدلیې وزارت ياد پلاوی په پام کې لري چې د عدلیې ریاستونو د فعالیتونو د بررسۍ او د یادو ریاستونو له لارې خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د پیاوړتیا په موخه د هېواد نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS