۱۲ تنو متقاضیانو ته د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۱:۳۵
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو ریاست د  صفرالمظفر د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوي وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول او د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو رئیس مولوي سکندر یحیی عابد او د یاد وزارت نورو مسؤلینو په کې ګډون درلود.

په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت له جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل او هغوی یې خپلو مسؤولیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل.

په یادو مراسمو کې، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکو ته له دې دندې او د هغوی له مکلفیتونو سره د لازیاتې پېژندګلوۍ په منظور پوهاوی او لازم معلومات ورکړل شول او ۱۲ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه، وویشل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۱:۳۵
Background image

۱۲ تنو متقاضیانو ته د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو ریاست د  صفرالمظفر د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۰:۵۵
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۰ نېټه د شنبې په ورځ د لغمان ولایت د عدلیې رئیس مفتي عبدالستار حماس په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۰:۳۹
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونو د دفترونو ۲۶ تنو متصدیانو ته زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار د پنځمې ناحیه اړوند د معاملاتو لارښوونو ۲۶ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې د. . .

BACK TO NEWS