د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۴:۴۴
.

 د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو ریاست، د خپلو مخکينیو ارزونو په دوام، د صفر المظفر د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستو برنامه د دغه وزارت په مقر کې جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې، د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست مسؤولینو د ازموینې له بهیر څخه څارنه کوله د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز ۱۵ تنو غوښتونکو ګډون درلود.

د عدلیې وزارت د عریضه لیکنې د فعالیت جواز د ویشلو په منظور، وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه په یاد وزارت کې ازموینه اخلي ترڅو وړ او با استعداده کسانو ته په اصولي او شفاف ډول جواز وویشل شي او د خلکو په کارونو کې هم آسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له يو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ د هرات ښار په اتمه ناحيه کې  د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.

په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۲۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د مرکز، جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې له ۲۵ دارالوکالو څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د کونړ ولایت د عدلیې رياست د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۱۱ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست. . .

BACK TO NEWS