د پکتیا ولایت د عدلیې او کرنې رياستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۸
.

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست او د کرنې رياست ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د شنبې په ورځ  د عدلیې رئيس مولوي فاتح الله فاتح او مل پلاوي او د کرنې رئيس مولوي سيد امين هاشمي په ګډون سره د کرنې رياست په مقر کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د دواړه رياستونو ترمنځ په لا زياتې همغږۍ او همکارۍ ټينګار وشو او د امارت د قضایاوو آمر له لوري د ځينو ستونزو یادونه وشوه چې د مراجعينو کارونه یې له خڼد او ځنډ سره مخ کړي دي او د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتونکی شو.
همداراز په ياده ناسته کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس د عدلیې رياست سره،  شته ستونزو ته د رسيدګي په موخه د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS