د کارموندې خبرتیا

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۲۲:۵۱
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د عدليې وزارت د اړتیا وړ ژمن انساني ځواک د جذب او استخدام  له پاره د خپل د مالي او اداري ریاست د خدمتونو وړاندې کولو او د شبکې د انسجام متخصص (څلورم رتبه) یو بست له ۱۴۴۶/۱/۲۱ تر۱۴۴۶/۲/۱هـ.ق چې ۱۴۰۳/۵/۶ تر ۱۴۰۳/۵/۱۶هـ.ش سره سمون خوري د لسو کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: د خدمتونو وړاندې کولو او د شبکې د انسجام متخصص

بست: (۴)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده برخه: مالي او اداري ریاست

موقعیت: کابل

د بست شمېر: (۱) بست

راپور ورکول: د تکنالوژي او معلوماتي خدمتونو د انسجام آمر

د دندې موخه: د شبکې او خدمتونو وړاندې کولو اړوندو چارو همغږي او نسجام او کار اخیستونکو لپاره د شبکې خدمتونو وړاندې کولو په موخه په هغو کې د تنظیماتو اعمال.

دندې او مسوولیتونه:

اساسي دندې:

  • د شبکې کلي وضعیت بررسي او د شبکې له لارې مرکز سره د کار اخیستونکو نښلولو لپاره مناسبې لارې چارې رامنځته کول؛
  • د انترنت د اصلي اتصال او له شبکې سره د باند د ارتوالي اندازې او دغه راز له مرکزي دستګاه PABX سره د اتصال د وضیعت بررسي؛
  • د سرویس ورکولو په کمپیوټرو کې د لازمه سرویسونو په لار اچول او تنظیم او له هغو څخه ساتنه او د هغو تنظیم؛
  • د شبکو له سرچینو څخه د کارمندانو استفادې لپاره د ستندرد مکانیزم رامنځته کول او د هغو کنترول؛
  • د سرویس ورکولو خونې مدیریت او په ستندرد بڼه د اړوندو دستګاو تنظیم کول؛
  • له اړوندو پالیسیو سره سم د Firewall، Routers، Switches ساتنه او تنظیم؛

مدیریتي دندې:

  • د ادارې ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو له پاره؛ د ادارې له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان جوړول او ترتیب؛
  • د وزارت د مشرتابه د خبرولو په منظور د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د میاشتني، ربعوار او کلنی او د اړتیا پر مهال د راپور وړاندې کول؛
  • له قوانینو، مقررو او د ادارې د موخو مطابق د اړوندو مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛

د همغږۍ دندې:

  • اجراآتو پرمخ وړلو په منظور له آمریت سره همکاري او همغږي؛

د استخدام شرطونه (د تحصیل کچه او کاري تجربه):

د استخدام شرطونه:

  • د افغانستان تابعیت ولري.
  • عمر یې له (۱۸) کالو کم او له (۶۴) زیات نه وي.

 تحصیلي سویه:

لږ تر لږه: د کمپیوټر په انجینري، کمپیوټرساینس او معلوماتي تکنالوژۍ په یوې برخه کې د لیسانس سند درلودل چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوي اوسي.

کاري تجربه:

  • لږ تر لږه یو کال کاري تجربه.

لازم مهارتونه:

  • د اړوند برخې د پالیسۍ د پلي کولو وړتیا درلودل؛
  • د هېواد په یوې رسمې ژبه (پښتو یا دري) تسلط او د انګلیسي ژبې سره بلدتیا.
  • د دندې اړوندو برنامو کې له کمپیوټري مهارتونو سره بلدتیا.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له (دغه ځای) او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي او په دقیق ډول د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies