د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخینوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړېدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۳:۵۷
.

د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۱۱ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

د هيئت په دې ناسته کې، د یاد ولایت د مرکز اړوند د التمور، آبچکان، وزیر کلا، خلیل آباد، اشنپور او د څرخ ولسوالۍ اړوند د زرد سنګ کلا ساحې دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او پرېکړه وشوه چې د دغو دوسیو د بشپړېدو په موخه یادو ساحو ته سفر وشي.

همداراز په دې ناسته کې د غصب اړوند ۶ دوسیې چې د لوګر استيناف محمکې له لورې استول شوې وې، هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS