د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۹:۳۹
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام  له پاره د قانون جوړونې  او علمي- حقوقي څېړنو د چارو عمومي ریاست ملي تخنیکي حمایوي ۶ قراردادي بستونه ( NTA) د لسو کاري ورځو له پاره ۱۴۰۳/۴/۲۳ تر ۱۴۰۳/۵هـ.ل سره سمون خوري اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: ملي تخنیکي حمایوي قراردادي بستونه (NTA)

بست: (قراردادي NTA)

وزارت یا اداره: عدلیې وزارت

اړونده برخه: د قانون جوړونې  او علمي- حقوقي څېړنو د چارو عمومي ریاست

دپست موقعیت: کابل

میاشتنی معاش: c  ګریډ، لومړی قدم (۶۰۸۰۰) افغانۍ

تحصیلي څانګه:

لږ تر لږه  د اسلامیاتو (لویه دوره)، شرعیاتو او حقوقو په یوې څانګه کې د لیسانس تحصیلي سند درلودل پورته یادو شوو څانګو کې د لوړو درجو درلودونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي؛

کاري تجربه:

۱. په امارتي، بین المللي، پوهنتونونو او دیني مدرسو کې د دندې اړوند لږ ترلږه پنځه کاله  کاري تجربه.

د مهارتونو درلودل:

۱. په فقه، تفسیر، حدیث او د دندې اړوند کمپیوټر برخه کې؛

۲. په (پښتو او دري) رسمي ژبو او دغه راز په انګلیسي او عربي ژبو تسلط؛

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له (دغه ځایاو یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies