د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست او د بېلابېلو اتحادیو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۵:۲۳
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست او په یاد ولایت کې د اصنافو، زرګرانو، بزازانو اتحادیو او نورو بېلابېلو اتحادیو مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۳ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه رياست په مقر کې جوړه شوه.

د همغږۍ په یاده ناسته کې د ننګرهار عدلیې رئيس مولوي محمد رئيس محمدي د اتحادیو له استازو په خبرو کې د خپلو اتحادیو د اساسنامو مطابق د فعالیتونو ترسره کولو په اړه لازمې توصیې وکړې.

همدارنګه په یاده ناسته کې د اتحادیو استازو هم خپلې ستونزې شريکې کړې چې د عدلیې رئیس له لوري د حل په برخه ډاډ ورکړل شو.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

په ننګرهار کې یو شمېر مدافع وکيلانو لپاره زده‌کړيزه برنامه ترسره شوه

 د ننګرهار ولايت د عدليې رياست د روژې د مياشتې په ۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د ياد ولايت د مدافع وکيلانو د ظرفيت لوړولو په موخه هغوی لپاره يوه ورځنۍ زده‌کړيزه برنامه جوړه کړه.

دا برنامه. . .

BACK TO NEWS