د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ریاست خبرتیا

barekzai_admin
.

د دفاع وکالت د جواز ټولو هغو غوښتونکو ته چې مخکې یې د دفاع وکالت د ورودي ازموینې دریمې دورې لپاره نوم لیکنه کړې وه او نومونه یې په نهايي نوملړ کې شامل دي، خبر ورکول کېږي چې د دفاع وکالت ورودي ازموینه د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د چنګاښ د میاشتې په ۲۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې اخیستل کېږي.

له دې امله ټول هغه محترم متقاضیان چې نومونه یې په نوملړ کې شامل دي د چنګاښ د میاشتې په ۲۳ او ۲۴ نېټه د شنبې او یکشنبې په ورځو ازموینه کې د شمولیت کارت ترلاسه کولو لپاره د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست ته مراجعه وکړي. د شمولیت کارت یوازې په تعیین شویو ورځو کې وېشل کېږي او د ازموینې په ورځ نه وېشل کېږي.

محترم متقاضیان دې د ازموینې په ورځ د سهار په ۶ بجو د تابعیت اصلې تذکرې او د شمولیت کارت سره په عدلیې وزارت کې حاضر اوسي.

یادونه: متقاضیان دې په ازموینه کې د حضور لپاره له هر ډول اقدام څخه مخکې د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو په نهايي نوملړ کې د خپل نوم له موجودیت څخه ډاډ ترلاسه کړي ترڅو د بې‌ځایه سرګردانۍ مخنیوی وشي.

د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو نهايي نوملړ ترلاسه کولو لپاره دغه (ځای) کلیک کړئ

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۴۱
Background image

د افغان قابله‌ګانو د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د هېواد په کچه ټولو قابله‌ګانو ته خبر ورکوي چې ټاکل شوې ده د افغان قابله‌ګانو د اتحادیې د فعالیت جواز لیک نوی (تجدید) شي.

په دې اساس، هغه محترمې قابله . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۰
Background image

د افغانستان د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې شرکتونو د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 په دې وروستیو کې د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې شرکتونو یو شمېر مسئولینو د عدلیې وزارت د مقام تر سرلیک لاندې د یو رسمي غوښتنلیک په ترڅ کې د افغانستان د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵
Background image

د سنتي طب د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت ټولو سنتي طبیبانو ته خبر ورکوي چې ټاکل شوې ده د سنتي طب د اتحادیې د فعالیت جواز لیک نوی (تجدید) شي.

په دې اساس، هغه سنتي طبیبان چې د یادې اتحادیې د ریاست . . .

Back to announcements