د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ریاست خبرتیا

barekzai_admin
.

د دفاع وکالت د جواز ټولو هغو غوښتونکو ته چې مخکې یې د دفاع وکالت د ورودي ازموینې دریمې دورې لپاره نوم لیکنه کړې وه او نومونه یې په نهايي نوملړ کې شامل دي، خبر ورکول کېږي چې د دفاع وکالت ورودي ازموینه د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د چنګاښ د میاشتې په ۲۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې اخیستل کېږي.

له دې امله ټول هغه محترم متقاضیان چې نومونه یې په نوملړ کې شامل دي د چنګاښ د میاشتې په ۲۳ او ۲۴ نېټه د شنبې او یکشنبې په ورځو ازموینه کې د شمولیت کارت ترلاسه کولو لپاره د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست ته مراجعه وکړي. د شمولیت کارت یوازې په تعیین شویو ورځو کې وېشل کېږي او د ازموینې په ورځ نه وېشل کېږي.

محترم متقاضیان دې د ازموینې په ورځ د سهار په ۶ بجو د تابعیت اصلې تذکرې او د شمولیت کارت سره په عدلیې وزارت کې حاضر اوسي.

یادونه: متقاضیان دې په ازموینه کې د حضور لپاره له هر ډول اقدام څخه مخکې د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو په نهايي نوملړ کې د خپل نوم له موجودیت څخه ډاډ ترلاسه کړي ترڅو د بې‌ځایه سرګردانۍ مخنیوی وشي.

د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو نهايي نوملړ ترلاسه کولو لپاره دغه (ځایکلیک کړئ