په ننګرهار ولايت کې دوه د لارښوونې دفترونه تړل کېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۱۱:۵۷
.

د ننګرهار ولایت د لارښوونې دفترونو څخه نظارتي کمېټې، د ذوالحجې د مياشتې په ۵ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د ياد ولایت د مرکز جلال آباد ښار په لومړۍ ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارتي کمېټې د دغه نظارت او بررسۍ په پایله کې ، د معاملاتو لارښوونو دوه دفترونه د مالیې نه ورکولو له امله وتړل شو او د پاتې نورو د معاملاتو لارښوونو د دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياوې د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په اړه لازمې توصیې وشوې.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د لارښوونې دفترونو څخه نظارتي کمېټه، په دوامداره توګه د یاد ولایت په کچه معاملاتو لارښوونو له دفترونو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوي وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۴
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د عمر ګلستان ښارګوټي په نوم کابو ۱۱ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم په اساس امارتي ثابته شوه

 د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې په کابل ښار کې د عمر ګلستان ښارګوټي په نوم د ۱۰.۹۹۴ جریبه ځمکې د سندونو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې یاده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

BACK TO NEWS