د پکتیا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړول

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۴:۵۸

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمریت د شوال د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د ياد ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز ۱۴ تنو زده کوونکو ګډون درلود او د حقوقي مرستندوی د پېژندګلوۍ، د حقوقي مرستندوی د درلودلو حق او حقوقي مرستندوی ته د لاسرسۍ لپاره د عریضې وړاندې کولو مرجع په هکله پوهاوی وړاندې شو.

د پکتیا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز مسؤولينو د یاد ولایت د عدلیې ریاست حقوقي برنامې وستایلې او په راتلونکې کې هم د ورته برنامو ترسره کولو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۴۵
Background image

په غزني ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د غزني ولایت د عدلیې رياست د رجب المرجب د مياشتې په ۱۸مه نېټه، د پنجشنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۱۹ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست په. . .

BACK TO NEWS