د پروان ولایت په روزنتون کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړول

hakeem_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۱:۵۳
.

د پروان ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمریت د شوال د مياشتې په ۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د روزنتون زده کوونکو او ښوونکو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړه کړه. 
په دغې برنامه کې د یاد ولایت د روزنتون سلو تنو زده کوونکو او یو شمېر ښوونکو ګډون درلود او د برنامې په ترڅ کې مسؤولينو د روزنتون زده کوونکي د علم زده کړې ته وهڅول او همدارنګه دوی ته یې د اخلاص او امانت دارۍ په اړه حقوقي پوهاوی وړاندې کړ.
د پروان ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مرستو آمریت وخت په وخت د یاد ولايت په بېلابېلو ساحو کې د حقوقي پوهاوي برنامې ترسره کوي او موخه یې دا ده چې خلک د خپلو حقوقو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS