د عدليې وزير: په افغانستان کې د قانون خلا شتون نه لري او د قوانينو اساس قران کریم او حدیث دی

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۱۴:۳۹
.

د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي، د ياد وزارت مدرسة العدالة څخه د حدیثو لویې دورې د فراغت او دستار بندۍ په مراسمو کې د خپلې وينا پرمهال د ځينو هېوادونو نېوکې بی ځایه وبللې چې وایي په افغانستان کې د قانون خلا شتون لري.
د حدیثو لويې دورې د دستاربندي او فراغت مراسم د رمضان د مياشتې په ۲۰مه نېټه د شنبې په ورځ د عدليې وزارت سرپرست شيخ الحديث مولوی عبدالحکیم شرعي، د دغه وزارت مسلکي معين مولوي عبدالکريم حيدر، مالي او اداري معين مولوي عبدالغني فايق، د یاد وزارت مرکزي رئيسانو، د لويې دورې فارغانو او د وزارت کارمندانو په ګډون سره د ياد وزارت په مقر کې ترسره شوه.
په دې مراسمو کې د عدليې وزارت سرپرست، د موضوع په تړاو خبرې وکړې او فاضلانو ته د حدیثو د لويې دورې څخه د فراغت په پار مبارکي وويله او د لا زياتو برياليتوبونو او د اسلام په لار کې د خدمت هيله څرګنده کړه. هغه همدارنګه په دې مراسمو کې د امام بخاري (رح) او بخاري شريف کتاب په اړه خبرې وکړې او زياته یې کړه چې په ياد کتاب کې ټول هغه حديثونه شتون لري چې د مسلمانانو لپاره نصیحتونه دي.
هغه په دې مراسمو کې د ځينو افرادو او هېوادونو د نيوکو په غبرګون کې چې په افغانستان کې اساسي قانون شتون نه لري او د قانون خلا یې رامنځته کړې، وويل چې د الله کتاب (قران کريم)، د رسول الله حدیث او په اجتهادي مسايلو کې حنفي فقه زموږ اساسي قانون دی. هغه زياته کړه، په وروستيو کې چې ۵ شمیرې رسمي جريدې خپرې شوي چې پکي بیلابیل قوانين او د امیرالمومنین حفظه الله تعالی فرامين چاپ شوي او په ټولو قوانينو کې منابع هم ذکر شوي دي.
په دې مراسمو کې هغه همدارنګه د غصب شويو ځمکو پر استرداد ټينګار وکړ او زياته یې کړه چې په دې  برخه کې قوميت، ملیت او ژبه هېڅ ارزښت نه لري او قانون به په ټولو باندې یو ډول تطبيق شي. هغه وویل چې ځیني اشخاص چې امارتي ځمکې یې غصب کړې دي، ځان غاصب نه بولي او د قانون تطبیق ځان ته بی احترامي ګڼي.
همداراز د قانون جوړونې عمومي رياست مرستيال مولوي رکن الدين هم په دغو مراسمو کې د موضوع  په تړاو خبرې وکړې او فارغو فاضلانو ته یې په خبرو کې ټينګار وکړ چې دوی د دغې دورې په بشپړولو سره لويه مرتبه ترلاسه کړې، او اوس دوی د جامعې د اصلاح او د فساد په له منځه وړلو کې موقوف دي.
همداراز په دغه مراسمو کې د عدليې وزارت مسلکي معين شیخ الحدیث مولوی عبدالکریم حیدر، د امام بخاري کتاب په هکله معلومات وړاندې کړل او د بخاري شریف ختم يې ترسره کړ.
د حدیثو شریف په دغه لویه دوره کې چې د عدليې وزارت د دعوت او ارشاد رياست له لورې د  ۱۴۴۴ هجري قمري کال شوال مياشې څخه پيل او د رمضان تر مياشتې پوري يې دوام وکړ ۶ تنه فاضلانو ګډون درلود.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS