د میدان وردک په چک ولسوالۍ کې د خپل سرو تصرفاتو مخنیوی وشو

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۳:۳
.

د ميدان وردګو ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د روژې د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت چک ولسوالۍ ته ولاړ او د یادي ولسوالۍ له ولسوال، امنيه قوماندان او نورو مسؤلينو سره کتنه او خبرې وکړې.

تخنيکي هيئت د دې سفر په ترڅ کې د ۹۳۵ کادستري قطعې، لنګر او کلاګي ساحو کې د نويو تصرفاتو مخه ونیوله او ويجاړ یې کړل او همدارنګه متصرفين یې مشخص کړل.

همداراز ولسوال او نورو مسؤولينو ته یاده کادستري ټوټه چې څه باندې ۴ زره جربیه ده مشخصه شوه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په راتلونکې کې د نويو تصرفاتو په صورت کې متصرفين یې تخنيکي هيئت ته معرفي کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS