د پکتیکا ولایت د عدلیې رئيس د یاد ولایت له مدافع وکیلانو سره وليدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۳:۶
.

د پکتیکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي حیات الله امين د روژې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سې شنبې په ورځ د یاد ولایت له مدافع وکیلانو سره د عدلیې ریاست په مقر کې وکتل او خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې د پکتیکا ولایت د عدلیې رئیس له مدافع وکيلانو څخه وغوښتل چې د تورنو د دوسیو په څېړلو کې دقت وکړي تر څو د هغوی له حقوقو څخه د شريعت او قانون په رڼا کې دفاع وشي.

په یاده ناسته کې، د پکتیکا ولایت مدافع وکیلانو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل چې د عدلیې رئیس له لوري په دې برخه کې لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS