په میدان وردک ولایت کې د زورواکو جایدادونه مشخص کیږي

hakeem_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۳ - ۱۱:۳۲
.

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت په یوې ناسته کې پریکړه وکړه چې د زورواکو اشخاصو جایدادونه د یاد ولایت په کچه مشخص شي او له هغو څخه ترلاسه شوي عواید یو حساب ته ولیږدول شي.

یاده ناسته د کب د میاشتې په ۲۰ نېټه د یکشنبې په ورځ جوړه شوه او د یاد ولایت په کچه د زورواکو د جایدادونو، د سردار محمد داوودخان ښارګوټي د هستوګنې د ۲۲۲ نمرو او په نرخ، چک او سیدآباد ولسوالیو کې د بررسۍ لاندې ساحو د ساتنې موضوع په اړه هم بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.

هیئت پریکړه وکړه چې د یاد ولایت په مرکز کې د سردار محمد داوودخان ښارګوټي د هستوګنې نمرو اداري کارونه پیل شي او دغه راز په دریو ولسوالیو کې د بررسۍ لاندې ساحو د ساتنې په برخه کې، د یادو ولسوالیو له مسؤولینو سره همغږي وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS