د پکتیکا ولایت د عدلیې ریاست او مستوفیت ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۱۴:۱۱
.

د پکتیکا ولایت د عدلیې ریاست د فعالیتونو د همغږۍ او عوایدو راټولولو په موخه د یاد ولایت له مستوفیت سره ناسته جوړه کړه.

په یاده ناسته کې چې د شعبان د میاشتې په ۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې جوړه شوه د یاد ولایت د ارګون، زرغون ښار او شرنې ولسوالیو د موټرپلورنځیو یو شمېر مسؤولینو هم حضور درلود.

په یاده ناسته کې د عدلیې رئیس مولوي حیات الله امین په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونو او موټرپلورنځیو د دفترونو مالیاتي حسابونو پر تصفيې او د یادو دفترونو د ناقانونه فعالیتونو پر مخنیوي باندې ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې د مالیاتو پر راټولولو باندې د حاکمو اصولو په پلي کیدو هم ټینګار وشو او د موټرپلورنځیو مسؤولینو ته توصیه وشوه چې په معاملاتو کې د هر ډول فریبکارۍ او له هغو فعالیتونو چې د ربا اټکل په کې دی، ډډه وکړي.

د موټرپلورنځیو مسؤولینو هم خپلې ستونزې مطرح کړې او د ناستې ګډونوالو له خوا د هغو لپاره، حل لارې وړاندې شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS