د عدلیې وزیر: خیریه بنسټونه دې په اساسي او بنسټیزو کارونو اقدام وکړي

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۹:۲
.

د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د عدلیې وزارت او خیریه بنسټونو ترمنځ مشورتي او د هغمږۍ په ناسته کې د دغو بنسټونو په واسطې د اساسي او بنسټیزو کارونو د ترسره کولو په اړتیا ټینګار وکړ.

خیریه بنسټونو سره د عدلیې وزارت مشورتي او د همغږۍ ناسته د رجب المرجب د میاشتې په ۲۹ نېټه د عدلیې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي، د یاد وزارت د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر او نورو مسؤولینو او د هېواد په کچه د خیریه بنسټونو د مسؤولینو په حضور سره د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په یاده ناسته کې د عدلیې وزارت سرپرست وویل چې د خیریه بنسټونو د راپور له مخې، څه باندې ۱.۵ میلیارده افغانۍ د یادو بنسټونو له لارې د ټولنې له بې وزلو وګړو سره د مرستې رسونې په برخه کې لګول شوي دي؛ خو په دې برخه کې پام وړ بدلون نه دی راغلی.

نوموړي د خیریه بنسټونو له مسؤولینو څخه وغوښتل، چې د یوې اتحادیې په جوړولو او بشپړې همغږۍ د اساسي کارونو زمینه لکه د روغتون، ښوونځي، مدرسۍ او د نورو خدماتي نهادونو په جوړولو سره رامنځته کړي. د نوموړي په وینا، په دې صورت کې د خلکو لپاره کاري زمینه برابریږي او بې وزلي او ناداري به راکمه شي.

د عدلیې وزارت سرپرست له خیریه بنسټونو څخه وغوښتل چې خلکو ته د مرستې رسونې په برخه کې صادق و اوسي او خیانت و نه کړي، د مرستو له جریان څخه د ویډیوګانو په خپرولو سره د مستحقینو عزت او انساني کرامت تر پښو لاندې نه کړي او خپل نیتونه خالص کړي.

په یاده ناسته کې د عدلیې وزارت مسلکي معین، شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر هم وینا وکړه او د یادې ناستې موخه یې د خیریه بنسټونو له مسؤولینو سره پېژندګلوي او د دغو بنسټونو په کارونو کې د نیمګړتیاو لري کول یاده کړه. نوموړي وویل چې مرسته او تعاون د هر مسلمان دیني او شرعي مسؤولیت دی او خیریه بنسټونه چې دغه مرستې اړمنو ته رسوي، ډېر لوی مسؤولیت لري.

نوموړي زیاته کړه چې له اړمنو سره د خیریه بنسټونو له خوا ترسره شوې مرستې د قدر وړ دي او ورته مهال ځینې نیمګړتیاوې وجود لري چې باید لري شي. د نوموړي په وینا د مرستۍ رسولو بهیر لازیاتې پیاوړتیا او څارنې ته اړتیا لري ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې مرستې اړمنو ته رسیږي.

دغه راز د عدلیې وزارت مسلکي معین خیریه بنسټونو لپاره د هر اړخیزې کړنلارې د بشپړیدو خبر ورکړ ویې ویل چې دغه کړنلاره به د یادو خیریه بنسټونو مسؤولینو په لاسرسۍ کې ورکړل شي.

په یاده ناسته کې د دوو خیریه بنسټونو رئیسانو احسان الله احساني او جاوید ابراهیمي د ټولو یادو خیریه بنسټونو په استازیتوب خبرې وکړې او د یادې ناستې د هرکلي ترڅنګ یې، د خیریه بنسټونو ترمنځ د همغږۍ ټینګښت لپاره مهمه وګڼله. دوی زیاته کړه چې یاد بنسټونه د بې وزلې کمولو او د اړمنو هېوادوالو د اقتصادي اوضاع د ښه کولو  په برخه کې ځانونه مسؤول ګڼي او په دې برخه کې به لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

دغه راز هغوی د خیریه بنسټونو یو لړ کاري ستونزې له دې جملې، له ادارو سره د هغمږۍ، د مرستو د لیږد، د جواز اخیستو د تضمین او نور موارد د عدلیې وزارت له مسؤولینو سره شریک کړل او د یاد وزارت مسؤولینو هم د هغو د حل په برخه کې ډاډ ورکړ.

د ناستې په پای کې د عدلیې وزارت د انسجام لوی رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري په دغه وزارت کې د ثبت شوو خیریه بنسټونو د فعالیتونو راپور وړاندې کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS