د عدلیې وزیر: خیریه بنسټونه دې په اساسي او بنسټیزونو کارونو اقدام وکړي

hayat_admin
Sun, Feb 11 2024 9:02 AM
.

د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د عدلیې وزارت او خیریه بنسټونو ترمنځ مشورتي او د هغمږۍ په ناسته کې د دغو بنسټونو په واسطې د اساسي او بنسټیزونو کارونو د ترسره کولو په اړتیا ټینګار وکړ.

خیریه بنسټونو سره د عدلیې وزارت مشورتي او د همغږۍ ناسته د رجب المرجب د میاشتې په ۲۹ نېټه د عدلیې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي، د یاد وزارت د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر او نورو مسؤولینو او د هېواد په کچه د خیریه بنسټونو د مسؤولینو په حضور سره د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په یاده ناسته کې د عدلیې وزارت سرپرست وویل چې د خیریه بنسټونو د راپور له مخې، څه باندې ۱.۵ میلیارده افغانۍ د یادو بنسټونو له لارې د ټولنې له بې وزلو وګړو سره د مرستې رسونې په برخه کې لګول شوي دي؛ خو په دې برخه کې پام وړ بدلون نه دی راغلی.

نوموړي د خیریه بنسټونو له مسؤولینو څخه وغوښتل، چې د یوې اتحادیې په جوړولو او بشپړې همغږۍ د اساسي کارونو زمینه لکه د روغتون، ښوونځي، مدرسۍ او د نورو خدماتي نهادونو په جوړولو سره رامنځته کړي. د نوموړي په وینا، په دې صورت کې د خلکو لپاره کاري زمینه برابریږي او بې وزلي او ناداري به راکمه شي.

د عدلیې وزارت سرپرست له خیریه بنسټونو څخه وغوښتل چې خلکو ته د مرستې رسونې په برخه کې صادق و اوسي او خیانت و نه کړي، د مرستو له جریان څخه د ویډیوګانو په خپرولو سره د مستحقانو عزت او انساني کرامت تر پښو لاندې نه کړي او خپل نیتونه خالص کړي.

په یاده ناسته کې د عدلیې وزارت مسلکي معین، شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر هم وینا وکړه او د یادې ناستې موخه یې د خیریه بنسټونو له مسؤولینو سره پېژندګلوي او د دغو بنسټونو په کارونو کې د نیمګړتیاو لري کول یاده کړه. نوموړي وویل چې مرسته او تعاون د هر مسلمان دیني او شرعي مسؤولیت دی او خیریه بنسټونه چې دغه مرستې اړمنو ته رسوي، ډېر لوی مسؤولیت لري.

نوموړي زیاته کړه چې له اړمنو سره د خیریه بنسټونو له خوا ترسره شوې مرستې د قدر وړ دي او ورته مهال ځینې نیمګړتیاوې وجود لري چې باید لري شي. د نوموړي په وینا د مرستۍ رسولو بهیر لازیاتې پیاوړتیا او څارنې ته اړتیا لري ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې مرستې اړمنو ته رسیږي.

دغه راز د عدلیې وزارت مسلکي معین خیریه بنسټونو لپاره د هر اړخیزې کړنلارې د بشپړیدو خبر ورکړ ویې ویل چې دغه کړنلاره به د یادو خیریه بنسټونو مسؤولینو په لاسرسۍ کې ورکړل شي.

په یاده ناسته کې د دوو خیریه بنسټونو رئیسانو احسان الله احساني او جاوید ابراهیمي د ټولو یادو خیریه بنسټونو په استازیتوب خبرې وکړې او د یادې ناستې د هرکلي ترڅنګ یې، د خیریه بنسټونو ترمنځ د همغږۍ ټینګښت لپاره مهمه وګڼله. دوی زیاته کړه چې یاد بنسټونه د بې وزلې کمولو او د اړمنو هېوادوالو د اقتصادي اوضاع د ښه کولو  په برخه کې ځانونه مسؤول ګڼي او په دې برخه کې به لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

دغه راز هغوی د خیریه بنسټونو یو لړ کاري ستونزې له دې جملې، له ادارو سره د هغمږۍ، د مرستو د لیږد، د جواز اخیستو د تضمین او نور موارد د عدلیې وزارت له مسؤولینو سره شریک کړل او د یاد وزارت مسؤولینو هم د هغو د حل په برخه کې ډاډ ورکړ.

د ناستې په پای کې د عدلیې وزارت د انسجام لوی رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري په دغه وزارت کې د ثبت شوو خیریه بنسټونو د فعالیتونو راپور وړاندې کړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS