د تقنیني ستاژ د اوومې دورې جوړولو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

hayat_admin
.

ټاکل شوې ده چې د اسلامي امارت د عدلیې وزارت، د تقنین ستاژ اوومه دوره د یاد ستاژ په شرایطو برابرو لپاره په ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې جوړه کړي. په دغه اساس د جامعاتو او دیني مدرسو هغو فارغانو ته چې د هغوی سندونه د لیسانس په سویه د اړوندو مراجعو له خوا تایید شوي وي او همدا راز د امارتي او خصوصي پوهنتونونو د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو فارغانو ته خبر ورکول کېږي چې د تقنیني ستاژ د برنامې د اوومې دورې د ورودي ازموینې لپاره نوم لیکنه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د سلواغۍ د میاشتې له ۱۰ نېټې څخه پیل او د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د کب د میاشتې تر ۱ نېټې پورې دوام کوي.

داوطلبان کولای شي د نوم لیکنې فورمه په حضوري ډول د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو عمومي ریاست د قوانینو د مطالعې، تشرېح او زده کړې له ریاست او یا د عدلیې وزارت له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او فورمه له ډکولو څخه ورسته له سندونو سره یوځای کړي او په یوې دوسیه کې یاد ریاست ته په حضوري ډول وسپاري.

د اړتیا وړ مواد:

۱-په برنامه کې د شمولیت غوښتنلیک د فورمې بشپړول.

۲-د تابعیت د تذکرې رنګه کاپي.

۳-د لوړو زده کړو وزارت د تایید شوي دیپلوم او د نمرو ترانسکریپت رنګه کاپي.

۴-درې ۴/۳ عکسونه.

هغه داوطلب چې د شمولیت د غوښتنلیک د وړاندې کولو په وخت کې یې، د خپل فراغت دیپلوم نه وي اخیستی، کولای شي د خپل فراغت رسمي تصدیق د نمرو له ترانسکریپت سره د لوړو زده کړو وزارت په تایید سره د لوړو زده کړو له نهاد څخه وړاندې کړي.

د ازموینې سرچينې:

۱-عقیدة الطحاوی

۲-مجلة الاحکام العدلیة (عمومي برخه)

۳-د اسلام د جزا حقوق ( عمومي او اختصاصي)

۴-د اسلام د حقوقو اساسات

۵-د حقوقو د علم مبادي

۶-عمومي بین المللي حقوق

۷-د عمومي جزا حقوق

د ازموینې د نوم لیکنې فورمې ترلاسه کولو لپاره دغه ځای کلیک کړئ.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د شپږمې دورې د پایلو اعلام

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د ثور (غويي) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د ۶۹۸ تنو په شرایطو برابرو متقاضیانو په ګډون . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو د انتقال په اړه د یاد وزارت خبرتیا

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل د امارت د قضایاوو ریاست ټولو مراجعینو ته خبر ورکول کېږي، چې د حقوقي مرستو ریاست د دارالامان په سیمه کې د عدلیې وزارت له مرکزي ساختمان څخه د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د اخیستو په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

 د دفاع وکالت هغو غوښتونکو ته چې مخکې له دې یې د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې تېرولو لپاره نوم لیکنه کړې او نومونه یې په وروستي فهرست کې شامل دي خبر ورکول کېږي چې د دفاع . . .

Back to announcements