په کنړ ولایت کې څه دپاسه د ۹ جریبه غصب شوې امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۱۴:۴۷
.

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شوو.

دغه راز له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم، حکیم آباد شامکار کلي ته ولاړ او غصب شوې کرنیزې ځمکې او د کادسترې ټوټو پر ۹.۷۲۶ جریبه ځمکې باندې جوړ شوي کورونه چې د ۱۳ تنو غاصبینو له‌خوا ودان شوي له نږدې وکتل او بررسي کړل.

یاد شوي هیئت د یادې ځمکې مساحت، کروکي، ډول، بیه او اربعه حدود تشخیص او تفکیک کړل او د هغو د غاصبینو شهرت یې په جدول کې درج کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه واخیستل شوه؛ د مدافع وکيلانو خدمتونه ولسواليو ته پراخېږي

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د دفاع وکالت د جواز د سلګونو تنو متقاضیانو په ګډون د یاد وزارت په مقر کې واخیسته.

دا ازموینه د ذوالقعدې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، جلال آباد ښار کې د ۱۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 په ننګرهار ولایت کې د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په دوهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS