د میدان وردک ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د استیناف محکمې ترمنځ د ګډې ناستې جوړیدل
د میدان وردک ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د استیناف محکمې ترمنځ ګډه ناسته د جمادي الاول میاشتې په ۲۰ نېټې د دوشنبې په ورځ د عدليې رئیس مطیع الحق عثمان، د استیناف محکمې رئیس مولوي عبدالکریم حقاني، د شهري محکمې رئیس، د شهري محکمې د عامه امنیت د دیوان رئیس او د یاد ولایت د امارت د قضایاو آمر په حضور سره جوړه شوه.
دغه ناسته د لا همغږۍ او د چارو د ښه والي په منظور د استیناف محکمې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوه او د یو شمېر دوسیو په اړه په کې بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
په دغې ناسته کې د اسلام سپیڅلي دین د حکمونو د تطبیق، د امیرالمومنین حفظه الله د فرمانونو د عملي کولو او د یاد ولایت د اوسیدونکو د شخصي څړځایونو د ستونزو د حل په اړه هم بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او په دغې برخه کې لازمې پریکړې وشوې.
د میدان وردک ولایت د عدلیې رئیس له محکمو سره د یاد ریاست د امارت د قضایاو آمریت ستونزوې هم په دغې ناسته کې مطرح کړې چې د دواړو ریاستونو ترمنځ په تفاهم سره حل شوې. د یادې ناستې ګډون کونکو هم دواړو ریاستونو ترمنځ د یو مشخص مهالوېش په اساس د ګډې ناستې جوړیدو پریکړه وکړه.