پنجشیر ولایت کې نږدې ۱۲ جریبه ځمکه وقفي تثبیت شوه

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۵:۰
.

د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس او غړي د جمادي الاول میاشتې په ۵ نېټې د یکشنبې په ورځ له ځايي ادارې سره د همغږۍ او د غصب شویو ساحو د تثبیت او تشخیص په غرض د یاد ولایت عنابې ولسوالۍ ته لاړ او د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړل.

په پیل کې دغه هیئت د یادې ولسوالۍ له ولسوال او سیمه ییزو مسؤلینو سره وکتل او هغوی ته یې په ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو رامنځته کیدو په اړه معلومات ورکړل او له دغه هیئت سره د یادې ولسوالۍ د سیمه ییزو مسؤلینو د همکارۍ غوښتونکی شو.

وروسته تخنیکي هیئت د عنابې ولسوالۍ د مرکز ساحې ته ولاړ او په دغې ساحې کې یې ۱۱.۸۲ جریبه وقفي ځمکه تثبیت او سکیچ کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۲:۳
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په لومړۍ ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۵۶
Background image

په پکتیا ولایت کې د ۸ دارالوکالو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، ګردېز ښار کې له ۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په هرات ولایت له ۴ مارکېټونه څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د هرات ښار په دیارلسمه ناحيه کې له ۴ مارکېټونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS