د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونو او موټرپلورنځیو ۱۳ دفترونه وتړل شول

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۴:۲۰

د عدلیې وزارت نظارتي پلاوي د یاد وزارت د انسجام لوی رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري په مشرۍ د جمادي الاول میاشتې په ۵ نېټې د یکشنبې په ورځ، د کابل ولایت قره باغ ولسوالۍ د معاملاتو لارښوونو او موټرپلورنځیو له دفترونو څخه لیدنه او نظارت ترسره کړ.

د یادې بررسۍ په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونو او موټر پلورنځیو له ۳۱ دفترونو لیدنه او نظارت ترسره شوه چې له دغې جملې څخه ۱۳ د معاملاتو لارښوونې او موټرپلورنځۍ د ځینو ستونزو د موجودیت لکه د مالیې نه تحویلول، له جعلي سټو څخه ګټه پورته کول او د نورو ناقانونو فعالیتونو په دلیل مهرلاک او وتړل شوې او د هغو متصدیان د راتلونکو اجراآتو په غرض د یاد وزارت د معاملاتو لارښوونو ریاست ته وغوښتل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS