په کندز ولایت کې د ۱۲۶ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۵:۱۶
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ربیع الاول د میاشتې په  ۲۴ نېټې د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو  په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په دغه ولایت کې ۱۲۶ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه.

په دغې ناسته کې د حضرت امام صاحب د ولسوالۍ د بابوس د شورتنک ساحې د ۲۶ جریبه ځمکې دوسیه او د چهاردرې ولسوالۍ د خلازيو اوسیدونکو عریضه، بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او په پایله کې د شورتنک ساحې ۲۶ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه او د ساحې د بررسۍ او د څېړنو بشپړولو په منظور له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم توظیف شو ترڅو د هغې څېړنې بشپړې او راپور یې مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

د تخنیکي هیئت رئیس او غړو د کوټه ګرد تپو د لمنو له ساحې څخه چې په سلګونه د هستوګنې کورونه پرې جوړ شوي هم لیدنه وکړه په یادې ساحې کې ۱۰۰ جریبه ځمکه شاملیږي، چې په پایله کې امارتي تثبیت شوه او د کادستر د سروې مدیریت ته لارښوونه وشوه چې یاده شوې ساحه سکیچ او کروکي کړي ترڅو موضوع د څېړنو له بشپړولو څخه وروسته مرکزي کمېسیون ته تحویل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، جلال آباد ښار کې د ۱۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 په ننګرهار ولایت کې د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په دوهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۱
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او استیناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د لغمان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي عبدالستار حماس د ذوالقعدې د مايشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د استیناف محکمې له رئیس، شیخ سخي الرحمن فائز فيروز کوهي سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

. . .

BACK TO NEWS