د میدان وردک ولایت له عدلیې ریاست څخه د عدلیې وزارت د نظارتي هیئت لیدنه او بررسي

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۱:۲
.

د عدلیې وزارت نظارتي هیئت د یاد وزارت د مدافع وکیلانو د رئیس مولوي سیدحبیب الحبیب په مشرۍ او د حقوقي مساعدتونو رئیس مولوي رحمت الله حقاني، د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د چارو رئیس مولوي محمد یاسین حقاني او د عدلیې وزارت د نورو مسلکي غړو په غړیتوب، د ربیع الاول د میاشتې په ۵۱ نېټې د شنبې په ورځ د میدان وردک ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه.

یاد هیئت د میدان وردک ولایت د عدلیې له رئیس او د دغه ریاست له کارمندانو سره وکتل او د یاد ریاست له بېلابېلو برخو څخه یې لیدنه وکړه. یاد هیئت د دغه ریاست د کارمندانو ستونزې او غوښتنې واوریدې او د هغو د حل په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

یاد هیئت د دغه ریاست له مسؤلینو سره ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزې به د میدان وردک ولایت او د عدليې وزارت له مقاماتو سره شریکې کړي او د هغو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS