د کابل ښار په دهمزنګ ساحې کې د یو شمېر عریضه لیکونکو د فعالیتونو بررسي او نظارت

hakeem_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۰:۵۷
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست نظارتي هیئت د یاد ریاست د لوی رئیس مولوي عبدالصمد عمري په مشرۍ د ربیع الاول د میاشتې په ۱۳ نېټې د پنجشنبې په ورځ د کابل ښار په دهمزنګ ساحې کې د یو شمېر عریضه لیکونکو له فعالیتونو څخه بررسي او نظارت ترسره کړ.

یاد هیئت د کابل ښار په دهمزنګ ساحې کې د یو شمېر عریضه لیکونکو د غیرقانوني فعالیت له امله د یو شمېر عریضه لیکونکو او موټر پلورونکو د شکایت په اساس، په دغې ساحې کې د ۲۰۰ عریضه لیکونکو د فعالیت له څرنګوالي څخه بررسي او نظارت ترسره کړ.

د بررسۍ په ترڅ کې مشخصه شوه چې د دغې ساحې یوازې ۳۰ سلنه عریضه لیکونکي رسمي جواز لري او د هغو پاتې ۷۰ سلنه نور له رسمي جواز څخه پرته په غیر قانوني ډول فعالیت ترسره کاوه او دغه راز له یو شمېر عریضه لیکونکو څخه د موټر پلورلو سټې هم ترلاسه شوې.

یاد هیئت په دغې ساحې کې د غیرقانوني عریضه لیکونکو دفترونه وتړل او مهرلاک کړل او د هغو متصدیانو ته لارښوونه وشوه چې له غیرقانوني فعالیت څخه ډډه وکړي او د رسمي جواز اخیستلو په موخه د عدلیې وزارت د انسجام لوی ریاست ته مراجعه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS