د پکتیکا ولایت له عدلیې ریاست څخه د عدلیې وزارت د نظارتي هیئت لیدنه او بررسي
د عدلیې وزارت نظارتي هیئت د یاد وزارت د مدافع وکیلانو د رئیس مولوي سیدحبیب الحبیب په مشرۍ او د حقوقي مساعدتونو رئیس مولوي رحمت الله حقاني، د جمعیتونو او ټولنیزو بنسټونو د چارو رئیس مولوي محمد یاسین حقاني او د عدلیې وزارت د نورو مسلکي غړو په غړیتوب، د ربیع الاول د میاشتې په ۱۱ نېټې د سه شنبې په ورځ د پکتیکا ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه.
یاد هیئت د پکتیکا ولایت د عدلیې له رئیس او د دغه ریاست له کارمندانو سره وکتل او د یاد ریاست له بېلابېلو برخو څخه یې لیدنه وکړه. یاد هیئت د دغه ریاست د کارمندانو ستونزې او غوښتنې واوریدې او د هغو د حل په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.
یاد هیئت د دغه ریاست له مسؤلینو سره ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزې به د پکتیکا ولایت او د عدليې وزارت له مقاماتو سره شریکې کړي او د هغو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.
دغه راز یاد هیئت د پکتیکا ولایت له والي الحاج مولوي فیض الله جمال او د یاد ولایت له نورو مقاماتو سره وکتل او له هغوی سره یې په یاد ولایت کې له ځینو سیمه ییزو اداره سره د عدلیې ریاست ستونزې شریکې کړې او له عدليې ریاست سره د دغه ولایت مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د پکتیکا ولایت والي او د دغه ولایت نورو مسؤلینو هم د یاد ولایت د عدلیې ریاست د ستونزو د حل په برخه کې یاد هیئت ته ډاډ ورکړ.