په نیمروز ولایت کې ۱۹۳ جریبه ځمکه امارتي تثبیت او خط په کې واچول شو

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۴:۳
.

د نیمروز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۵ نېټې د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې دیاد ولایت د دلارام او خاشرود ولسوالیو اړوند د یو شمېر ځمکو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او تصمیم ونیول شو چې یو پلاوی د یادو ساحو د بررسۍ په منظور واستول شي.

دغه راز له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم د زرنج ښار د خوابګاه کلي ساحې ته روان شو او د املاکي دفترونو او کادستري نقشو په پام کې نیولو سره یې ۱۹۳ جریبه امارتي ځمکه په جي پي اس دستګاه تثبیت او تفکیک کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS