په غور ولایت کې څه دپاسه ۱۲ زره او ۶۰۰ جریبه ځمکه بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه
د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په دغه ولایت کې د ۱۲ زره او ۶۵۸ جریبه ځمکې دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.
په دغې ناسته کې، د دغه ولایت په لعل سرجنګل ولسوالۍ کې د عامه مرعی یوې ټوټې ځمکې موضوع بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او تصمیم ونیول شو چې د دغې ولسوالۍ د کرنې مدیریت ته لارښوونه وشي چې د دغې ولسوالۍ د ولسوال د حکم پر اساس له اړوندو ادارو څخه یو ګډ پلاوی توظیف کړي ترڅو یاده ساحه بررسي کړي او خپل راپور تخنیکي هیئت ته وړاندې کړي.
په همدې توګه د خرهسنګ عامه مرعی ځمکې په تړاو بحث وشو او پریکړه وشوه چې په یادې ساحه کې موظف پلاوی د خپلو فعالیتونو راپور تخنیکي هیئت ته وړاندې کړي ترڅو هغه ته په کتلو سره په راتلونکې ناسته کې تصمیم ونیول شي.