په غور ولایت کې څه دپاسه ۱۲ زره او ۶۰۰ جریبه ځمکه بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه

hayat_admin
Wed, Aug 30 2023 3:43 PM
.

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په دغه ولایت کې  د ۱۲ زره او ۶۵۸ جریبه ځمکې دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په دغې ناسته کې، د دغه ولایت په لعل سرجنګل ولسوالۍ کې د عامه مرعی یوې ټوټې ځمکې موضوع بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او تصمیم ونیول شو چې د دغې ولسوالۍ د کرنې مدیریت ته لارښوونه وشي چې د دغې ولسوالۍ د ولسوال د حکم پر اساس له اړوندو ادارو څخه یو ګډ پلاوی توظیف کړي ترڅو یاده ساحه بررسي کړي او خپل راپور تخنیکي هیئت ته وړاندې کړي.

په همدې توګه د خره‌سنګ عامه مرعی ځمکې په تړاو بحث وشو او پریکړه وشوه چې په یادې ساحه کې موظف پلاوی د خپلو فعالیتونو راپور تخنیکي هیئت ته وړاندې کړي ترڅو هغه ته په کتلو سره په راتلونکې ناسته کې تصمیم ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS