د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته جوړه شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۱۱:۵۱
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۹ نېټه د چهارشنبې په ورځ د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د یاد وزارت د مرکزي رئیسانو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د عدلیې وزارت د کلني راپور، د مرکزي ریاستونو د کړنلارو جوړولو، د عدالت مجلې د لیکونکو او د هیئت تحریر د حق الزحمې، د ولایتونو عدلیې ریاستونو د ترانسپورت ستونزو او د کارکوونکو د اضافه کارۍ معاش د موضوع په اړه بحث او خبرې وشوې.

په یاده ناسته کې، د وزارت د یو کلن فعالیتونو څخه د کره او منسجم راپور جوړولو او د مرکزي ریاستونو د کړنلارو وروستي کولو په موخه د کمېټې تعیین پریکړه وشوه.

د عدالت مجلې د لیکونکو او د هیئت تحریر د حق الزحمې په اړه هم پریکړه وشوه چې د هغوی حق الزحمه اجرا شي.

دغه راز پریکړه وشوه چې د ولایتونو عدلیې ریاستونو د ترانسپورت ستونزې ته رسیدګي وشي او د کارکوونکو د اضافه کارۍ معاش په برخه کې، اړوند کمېټه عدالت په پام کې ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکال. . .

BACK TO NEWS