د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۲۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په یاده ناسته کې په علینګار ولسوالۍ کې د ۵ جریبه ځمکې حقوقي دعوا دوسیه بررسي شوه او د عوا د مدعی او مدعی علیه خبرې واوریدل شوې. هیئت د ځمکې امارتي توب په تړاو د ابتدائیه محکمې قضایي قرار په پام کې نیولو سره، له داوړو لورو څخه لیکل شوې ژمنه واخیستله چې نور په یاده ځمکه کې مالکانه تصرف و نه کړي او یادو لورو هم قناعت وکړ.
د عامه څړځای پر ۸۰۰ جریبه ځمکې د بیټني قوم او الیاس خیلو قوم دعوا د یادو قومونو د استازو په حضور کې بررسي شوه او پریکړه وشوه چې هیئت له نږدې له ساحې څخه لیدنه وکړي.
په یاده ناسته کې په مهترلام ښار کې پر درې جریبه ځمکې د امارت د قضایاو آمریت او یو شخص ترمنځ دعوا او د دعوا سندونه بررسي شوو او پریکړه وشوه له دې امله چې مدعی بها ښاري ماسټر پلا کې ده، د مهترلام ښاروالۍ استازی راتلونکې ناسته کې حاضر شي او د موضوع معلومات، سندونه او سوابق وړاندې کړي.
د یو شخص عریضه په دې اړه چې یو شمېر اشخاص د نوموړي له خوا په اجاره اخیستل شوې ځمکه کې نوموړي ته د کار اجازه نه ورکوي، هم بررسي شوه او داوړو لورو ته وویل شول چې د تخنیکي هیئت پریکړې پورې، مدعی بها ځمکه کې د تصرف او تاسیسات جوړولو اجازه نه لري.