د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hakeem_admin
Tue, Jul 11 2023 2:25 PM
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۲۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په یاده ناسته کې په علینګار ولسوالۍ کې د ۵ جریبه ځمکې حقوقي دعوا دوسیه بررسي شوه او  د عوا د مدعی او مدعی علیه خبرې واوریدل شوې. هیئت د ځمکې امارتي توب په تړاو د ابتدائیه محکمې قضایي قرار په پام کې نیولو سره، له داوړو لورو څخه لیکل شوې ژمنه واخیستله چې نور په یاده ځمکه کې مالکانه تصرف و نه کړي او یادو لورو هم قناعت وکړ.

د عامه څړځای پر ۸۰۰ جریبه ځمکې د بیټني قوم او الیاس خیلو قوم دعوا د یادو قومونو د استازو په حضور کې بررسي شوه او پریکړه وشوه چې هیئت له نږدې له ساحې څخه لیدنه وکړي.

په یاده ناسته کې په مهترلام ښار کې پر درې جریبه ځمکې د امارت د قضایاو آمریت او یو شخص ترمنځ دعوا او د دعوا سندونه بررسي شوو او پریکړه وشوه له دې امله چې مدعی بها ښاري ماسټر پلا کې ده، د مهترلام ښاروالۍ استازی راتلونکې ناسته کې حاضر شي او د موضوع معلومات، سندونه او سوابق وړاندې کړي.

د یو شخص عریضه په دې اړه چې یو شمېر اشخاص د نوموړي له خوا په اجاره اخیستل شوې ځمکه کې نوموړي ته د کار اجازه نه ورکوي، هم بررسي شوه او داوړو لورو ته وویل شول چې د تخنیکي هیئت پریکړې پورې، مدعی بها ځمکه کې د تصرف او تاسیسات جوړولو اجازه نه لري.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS