د مدافع وکیلانو د دوه یم دور آزموینې د نوم لیکنې بهیر د پيل په تړاو د عدليې وزارت اعلامیه

hayat_admin
.

د دفاع وکالت د جوازلیکوونو ټولو غوښتونکو ته خبر ورکول کیږي، چې د دفاع وکالت د دوه یمې دورې د ورودي ازموینې  لپاره د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په ۱۹ نېټه د دوشنبې په ورځ چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالحجې د میاشتې له ۲۲ نېټې سره سمون خوري، پيلیږي.

پر دغه اساس هغه غوښتونکي چې مخکې ئې د دفاع وکالت د ورودي ازموینې لپاره نوم لیکنه کړې وه مکلف دي چې ژر تر ژره د عدليې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست ته مراجع وکړي ،او په ازموینه کې د ګډون لپاره د غوښتنلیک فورمه ډکه کړي او د یاد ریاست اداري مدیریت ته یې وسپاري، په غیر له دې په آزموینه کې نه شاملیږي.

اړین سندونه :

  • د تحصیلی سندونو رنګه کاپي
  • د تذکرې رنګه کاپي
  • څلور قطعي انځورونه ۳/۴
  • د دوه یمې دورې په ورودي ازموینه کې د غوښتنلیک فورمه ډکول.

نوټ:

  • په ازموینه کې د ګډون د غوښتنلیک فورمې بیه (۵۰۰) افغانۍ ده.
  • که په ازموینه کې ګډون کونکی ونشي کولی چې شخصاً نوم لیکنې له پاره مراجعه وکړي نو کولای شي د بل شخص په واسطه غوښتنلیک وړاندې کړي  او یا د نوم لیکنې فورمه ډکه کړي.
  • په آزموینې کې د ګډون لپاره د نوم لیکنې وروستۍ نېټه او د غوښتنلیک فورمې د ثبت د پای نیټه د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د زمري میاشتې ۱۹ نېټه د شنبې ورځ چې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم میاشتې ۲۳ نېټې سره سمون خوري.
  • د دفاع وکالت ورودي ازموینه د ۱۴۰۲ هجري شمسي کال د زمري میاشتې ۳۰ نېټه د سه شنبې په ورځ چې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفر میاشتې له ۵ نېټې سره سمون خوري اخیستل کیږي.

د آزموینې د پوښتنو منابع

د آزموینې پوښتنې له لاندې منابعو څخه چمتو کیږي:

  • عقیده الطحاوی.
  • مجله الاحکام العدلیه (عمومیات، دعوی، بینات، تحلیف، قضاء او وکالت)
  • د عدلي محکمو اداري اصولنامه.
  • د عدلي محکمو حقوقي اصولنامه.
  • د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلاره.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۱:۵۹
Background image

د تقنیني ستاژ برنامې د نهمې دورې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د جامعاتو او دیني مدرسو هغو فارغانو ته چې د هغوی سندونه د لېسانس په سویه د اړوندو مراجعو لخوا تایید شوي وي او همدا راز د امارتي او خصوصي پوهنتونونو د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو فارغانو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۱:۲۷
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی درې فرمانونه په رسمي جریده کې خپاره شول

 د اسلامي امارت عدلیې وزارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی درې فرمانونه د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د جمادي الآخر میاشتې په ۲۷مه نېټه په ۱۴۸۰ ګڼه رسمي جریده کې خپاره کړل. 

محترم . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۹:۵۷
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د دفاع وکالت د جواز ټولو غوښتونکو ته خبر  ورکول کېږي، چې د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د دلوې (سلواغې) د میاشتې په ۲۰مه نېټه د دوشنبې . . .

Back to announcements