د عریضه لیکنې د فعالیت جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه، آزموینه واخیستل شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۳ - ۱۰:۴۹
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکوونکو ریاست د خپلو مخکنیو ارزونو په دوام، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالحجې د میاشتې په ۱۶ نېټه د سه شنبې په ورځ د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د آزموینې او د ارزونې برنامې د دغه وزارت په مقر کې جوړې کړې.

په یاده آزموینه کې د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو ریاست رئیس مولوي سکندر یحی عابد او د یاد ریاست نورو مسؤلینو د آزموینې له بهیر څخه څارنه وکړه. په دغې آزموینه کې د عریضه لیکوونکو د فعالیت جواز غوښتونکو شاوخوا ۱۱ تنو برخه اخیستې وه.

د عدليې وزارت وړ خلکو له پاره د عریضه لیکنې د جواز ویشلو په منظور، په میاشت کې دوه ورځې د سه شنبې په ورځو د عریضه لیکنې د جواز غوښتونکو څخه په دغه وزارت کې آزموینه اخلي ترڅو با استعداده او وړ خلک په اصولي او شفاف ډول غوره او د خلکو په کارونو کې د آسانتیاو د رامنځته کیدلو سبب شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS