د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۳ - ۱۰:۴۵
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۱۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په کې پریکړه وشوه چې د هغو ساحو وړاندې شوي سندونه او مدارک چې ورڅخه لیدنه شوې، په بشپړ ډول بررسي شي او دغه راز د قلعه نو ولسوالۍ لامان سیمې د ځمکو غاصبینو د تعقیب په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

په دغې ناسته کې، د آبکمري ولسوالۍ د بند شرم پر ساحې او دهستان، تګاب رباط ساحو او د محمد خان پر سیمې هم د افرادو او اشخاصو سندونو د تطبیق په اړه بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د اندري، بیان زایی، رحمن زایي، فرستان ها، مهمکه سنګ آتش او سرخابي قومونو لخوا وړاندې شوي سندونه او مدارک چې د یادو قومونو تر ادعا لاندې ځمکه په ګله چشمه سیمې او د مقر ولسوالۍ عامه څړځایونو ساحه کې موقعیت لري، بررسي او تطبیق شي.

د جوند ولسوالۍ د بېلابېلو ساحو د اوسیدونکو د سندونو او مدارکو د تعقیب، بررسۍ او تطبیق په اړه هم لازم تصمیم ونیول شو چې هیئت وړاندې له هغو څخه لیدنه کړې وه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS