د عدليې وزارت خبرتیا; د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر د ۴۶ دورې پېل

hayat_admin
.

د هیواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کیږي د مدافع وکیلانو ریاست د ذوالحجې د میاشتې په ۱۶ نېټې چې د چنګاښ د میاشتې له ۱۳ نیټې سره سمون خوري د سه شنبې په ورځ، د ۷ تنو نورو مدافع وکیلانو ارزونه د هغوی د جواز لیکوونو د نوي کولو په منظور پېلوي.

له همدې امله هغه مدافع وکیلان چې پخوا یې خپل غوښتنلیکونه د ارزونې په بهیر کې د ګډون لپاره د مدافعو وکیلانو ریاست اداري مدیریت ته سپارلي دي، له لاندې جدول سره سم د نوملړ د پرله پسې شمېرې پر بنسټ د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه د غرمې تر ۱۲:۳۰ بجو پورې د عدلیې وزارت د مسلکي معینیت د ودانۍ مقر ته حاضر شي.

په همدې ډول د مدافع وکیلانو شتون په ټاکل شوې ورځ حتمي او لازمي دی په آزموېنې که د غیابت او نه حاضرېدلو په صورت کې دوه ېم چانس نه ورکول کېږي.

محترم وکیلان دې خبر وي.

۴۶ دورې مدافع وکیلانو نوملړ په لاندې ډول دی.

فهرست متقاضیان ارزیابی وکلای مدافع
شماره اسم و تخلص ولد شماره  جواز  دوره امتحان نتیجه امتحان ملاحظات
1 لطف الرحمن حبیبی حبیب الرحمن ۳۵۵۶ چهل وششم    
2 مولوی منیراحمد سباق صالح محمد   چهل وششم    
3 عبدالشکور فایق عبدالغفار ۱۷۳۷ چهل وششم    
4 محمدمنیر نظری محمدیحیی ۲۱۱۱ چهل وششم    
5 سیدنصیراحمد عماد شاه سعید ۳۴۲۸ چهل وششم    
6 احمدظاهر آشنا عبدال  ۵۱۳۸ چهل وششم    
7 مولوی احسان الله عبدالحکیم   چهل وششم    

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲۵
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۵۹ دورې د پاېلو خبرتیا

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۵۹ دوره د ربیع اوالاول (سنبلې) د میاشتې په ۱۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور سره جوړه کړه.

د ارزونې په دې دورې کې  . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۵۱
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د ۵۹ دورې په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

د هېواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي چې د مدافع وکیلانو ریاست د ربیع اوالاول د میاشتې په ۱۴مه نېټه چې د وږي (سنبلې) د میاشتې له ۱۶ نېټې سره سمون خوري د یکشنبې په ورځ، د ۱ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۷:۵۴
Background image

د دفاع وکالت د پنځمې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو ته خبر  ورکول کېږي، چې د دفاع وکالت د پنځمې دورې د ورودي ازموینې لپاره د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د زمري (اسد) د میاشتې په ۲۲ نېټه د چهارشنبې په . . .

Back to announcements