د سمنګان ولایت د استیناف محکمې له رئیس سره د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت کتنه
![.](/sites/default/files/2023-06/smnkan_1.jpg)
د سمنګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالحجې د میاشتې په ۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د استیناف محکمې له رئیس سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.
په دغې ناسته کې، تخنیکي هیئت او د استیناف محکمې رئیس د قبالو د کندو څخه د معلوماتو په برخه کې د یو لړ ستونزو او ننګونو په اړه چې تخنیکي هیئت له محکمې څخه غوښتلي وو، بحث او خبرې وکړې.
په دغې ناسته کې د سمنګان ولایت د تخنیکي هیئت او د یاد ولایت د استیناف محکمې ترمنځ په لازیاتې همغږۍ ټینګار وشو او رامنځته شوي ستونزې هم حل شوې.