د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت له رئيس سره د عدليې وزارت د سرپرست کتنه

hakeem_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۱۴:۲۶
.

د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس مولوي عبدالستار محمد او د یاد ولایت د عدلیې ریاست د امارت د قضایاو آمر مولوي سید محمد مؤمن، د ذوالحجې د میاشتې په ۶ نېټه د شنبې په ورځ د عدليې وزارت سرپرست او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغې کتنه کې چې د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه، د ننګرهار ولایت د تخنیکي هیئت رئیس په دغه ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې موجودې ستونزې او ننګونې د عدليې وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او له نوموړي څخه په دغې برخه کې د همکارۍ غوښتونکی شو.

په دغې کتنه کې، د عدليې وزارت سرپرست د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې یو لړ لارښوونې هغوی ته صادر کړې او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې، له هغوی سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت هم ژمنه وکړه چې د ورکړل شویو لارښوونو د تعمیل په برخه کې به له هیڅ راز هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS