د عریضه لیکنې د فعالیت جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه، آزموینه واخیستل شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۱۳:۴۷
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکوونکو ریاست د خپلو مخکنیو ارزونو په دوام، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۴ نېټه د سه شنبې په ورځ د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د آزموینې او د ارزونې برنامې د دغه وزارت په مقر کې جوړې کړې.

په یاده آزموینه کې د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو ریاست رئیس مولوي سکندر یحی عابد او د یاد ریاست نورو مسؤلینو د آزموینې له بهیر څخه څارنه وکړه. په دغې آزموینه کې د عریضه لیکوونکو د فعالیت جواز غوښتونکو شاوخوا ۸ تنو برخه اخیستې وه.

د عدليې وزارت وړ خلکو له پاره د عریضه لیکنې د جواز ویشلو په منظور، په میاشت کې دوه ورځې د سه شنبې په ورځو د عریضه لیکنې د جواز غوښتونکو څخه په دغه وزارت کې آزموینه اخلي ترڅو با استعداده او وړ خلک په اصولي او شفاف ډول غوره او د خلکو په کارونو کې د آسانتیاو د رامنځته کیدلو سبب شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS