د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د دغه ولایت د ځینو ساحو له قومي مشرانو سره وکتل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۳:۳۹
.

د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۲ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو او د دغه ولایت د ځانګړې محکمې د غړو په حضور سره جوړه شوه.

یاد شوي هیئت د بېلابېلو موضوعات د بحث سربېره، د یو شمېر ساحو له قومي مشرانو سره هم وکتل. دغه هیئت د بابوس د ساحې، د بابوس د کوچیانو او د محمد آغې ولسوالۍ د دریو ساحو له قومي مشرانو او استازو سره وکتل او د هغوی خبرې یې واوریدې.

تخنیکي هیئت د ځمکو پر سر د هغوې ترمنځ رامنځ ته شوې ستونزې حل او فصل کړې او هغوی هم ژمنه وکړه چې نور به هیچا ته په امارتي ځمکو کې د کار اجازه نه ورکوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS