د ارزګان ولایت د دوو ولسوالیو ځینو برخو څخه د یاد ولایت د تخنیکي هیئت لیدنه
د ارزګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت یو باصلاحیته ټیم د ذوالقعدې میاشتې په ۱۴ نېټه چنارتو او خاص ارزګان ولسوالیو ته سفر وکړ او د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړل.
دغه هیئت د سیمه ییزو مقاماتو په ملتیا سره د چنارتو ولسوالۍ اړوند د شفلوغ سیمې دښتې پر سر د دعوا لوري سره وکتل او دواړو لوري، له غصب څخه منع کړل او د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان يې هغوی ته بیان کړ.
یاد شوي هیئت یو بل شخص سره هم چې بوچي کلي کې پر ځمکې د ملکیت ادعا لري وکتل او د نوموړي سندونه یې ملاحظه کړل. دغه هیئت په دغې ساحه کې د ۵ جریبه ځمکې له غصب څخه هم مخنیوی وکړ.
دوه یمه ورځ تخنیکي هیئت خاص ارزګان ولسوالۍ ته ولاړ او د ځايي مقاماتو په ملتیا هزار قدم ساحه چې غصب لاندې وه، نښاني کړه او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول. یاد شوي هیئت د لخسنګ کاریز او نورک کاریز له ځمکو څخه لیدنه وکړه او غاصبینو او د سیمې اوسیدونکو ته يې د غصب د مخنیوي په اړه لازمې توصیې وکړې.
یو شمېر اشخاص هم د تخنیکي هیئت غونډې ته وبلل شول ترڅو د هغو اړونده موضوع روښانه شي. د تروی چمن امارتي ځمکو په اړه هم له غاصبینو څخه وپوښتل شول او هغوی ته قناعت ورکړل شو چې یادې ځمکي امارتي دي. هیئت له هغو اشخاصو څخه چې د خاص ارزګان ولسوالۍ په بازار کې د ګنج پر ځمکې دعوا لري سندونه وغوښتل.