د کاپیسا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
![.](/sites/default/files/2023-06/kapysa.jpg)
د کاپیسا ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۵ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په کې د یاد هیئت رئیس کابل ته د خپل سفر او د ځمکو د غصب دمخنیوي د مرکزي کمېسیون له رئیس سره د کتنې په اړه معلومات ورکړل.
په دغې ناسته کې، یاد شوي هیئت په ټاکل شوي وخت کمېسیون ته د دوسیو د استولو، د علماو په حضور سره د ولایت په مقام کې د غونډو جوړلو، عامه مرعی او خاصې مرعی ځمکو په اړه له علماو څخه د مشورې او فتوا اخیستلو او د یو شمېر اشخاصو عریضو ته د رسیدګۍ په اړه بحث او خبرې وکړې او دغو برخو کې لازم تصمیمونه ونیول.