د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۸:۵۳
.

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۵ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په کې د قلعه کهنه ځمکې موضوع، چې د اشخاصو تر دعوا لاندې ده او اړوند سندونه یې بررسي شول او پریکړه وشوه چې دغه موضوع بیاځل محکمې ته واستول شي.

په دغې ناسته کې، د تخنیکي هیئت د غړو او د اړوندو ادارو د استازو په غړیتوب یو ټیم توظیف شو، ترڅو د یو شخص متصرفه ځمکې بیه، حدود، موقعیت او کیفیت مشخص کړي. دغه راز پر یوې ځمکې چې د امارتي توب ګمان په کې موجود دی، د دوو اشخاصو ادعا بررسي شوه او پریکړه وشوه چې یاد شوي اشخاص خپل شواهد او مدارک وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکال. . .

BACK TO NEWS